BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
نورستان کې د طالبانو حکومت له خپلې یوې مخالفې ډلې سره نښتې کړې
د افغانستان له ختیځ ولایت نورستانه رپوټونه وايي، د شنبې سهار وختي د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش سیمه کې د طالبانو حکومت له خپلې یوې مخالفې ډلې سره په شخړو کې هله ښکېل شو چې وسله والو غوښتل په یوه غرنۍ لاره د تېرېدو پر وخت د طالبانو حکومت پوله ساتي ځواکونه په نښه کړي.
خيبرپښتونخوا کې د کم عمرۍ ودونه؛ "ماشومتوب مې له لاسه ورکړ"
د خيبرپښتونخوا د پېښور يوې کلي والي سيمې اوسېدونکې چې مستعار نوم یې صابره دی، په ۱۴ کلنۍ کې واده شوه، زده کړې يې نيمګړې پاتي شوې او د دې په وينا له واده يو کال پس ورسره د خواښي کور کې جنګ جګړي پېل شوي چي له دې امله د مور کره بېرته تګ ته مجبوره شوه.
ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید؛ ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي ډېره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو د ځايي امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې دغه برید درازنده او مغل کوټ سیمو ته نږدې د 'امن مېلې' په نوم پر پلټونکې پوسته او د ګمرک په اداره شوې دی.
د چټ جي پي ټي جوړونکي وايي، د اوپن ای آي باټونو د امریکا د دولتي ادارو وېب پاڼو ته نفوذ کړی
اوپن ای آي ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا باټونو هڅه کړې، چې له "حکومتونو، پوهنتونونو، عامه ادارو او نورو بنسټونو "معلومات راټول کړي، چې په دې ډله کې د امریکا د اسهامو او ارزښتمندو پاڼو کمېسیون، د سرشمېرنې اداره او د امریکا د پوهنې وزارت هم شامل دي.
پاکستان سره د لارو تړل کېده؛ له دې وروسته به له کابله هره ورځ ډيلي ته د توکو لېږد لپاره دوه الوتنې کېږي
د افغانستان دولتي هوايي لیکې (اریانا افغان) ویلي، هند ته به د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له دې وروسته هره ورځ دوه الوتنې ولري چې شاواخوا شپېته ټنه توکي به لېږدوي.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر وايي "یا هېواد یا مرګ، موږ به بریالي کېږو"
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر، برونو اډوارډو روډریګز بارییا، خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو " ګواښ شته او دا له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده." وزیر ټینګار وکړ چې د هغوی پر وړاندې بل هیڅ بدیل نشته او ویې ویل: "یا هېواد یا مرګ، او موږ به بریالي کېږو."
پاکستان کې د تحریک انصاف لوی احتجاج وځنډول شو؛ وايي غواړو حکومت لا ډېر ستړی کړو
پاکستان کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ لاریون یوه اونۍ ځنډول شوی دی. د لاریون سمبالګر وايي د دې پرېکړې موخه د حکومت ستړي کول دي. چارواکو په اسلاماباد کې د یکشنبې ورځې د پلان شوي لاریون لپاره د چمتووالي په ترڅ کې پلازمېنې ته د تګ راتګ اصلي لارې د بار وړونکو دوو-پوړیزو کانتینرونو په وسیله تړلې دي، چې له امله یې ترافیک او عامه ترانسپورټ له خنډ سره مخ شوی دی.
فیلان د ځان درملنې لپاره درملیز بوټي کاروي؛ خو څنګه؟
یوه علمي څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې افریقايي فیلان د ناروغۍ پر مهال د ځان او د خپلې کورنۍ د غړو د درملنې لپاره د درملیزو بوټو له لسګونو بېلابېلو ډولونو کار اخلي.
د سعودي لوی مفتي د حوثیانو خلاف د 'رباط او جهاد' اعلان وکړ، ترکیه او پاکستان جګړه کې ورګډېږي؟
د سعودي عربستان لوی مفتي، صالح الفوزان، هغو کسانو ته چې هغه "مرابطین" بللي او د سعودي په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو ته چې په یمن کې د انصار الله حوثي ډلې خلاف جګړه کوي د قراني ایاتونو او احادیثو په کارولو سره هغوی "رباط او جهاد" ته هڅوي.
لنډې ویډیوګانې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د لنډې ویډیوګانې پای
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې سودانيان په لوړ خطر منلو سره د سرو زرو کیندنو ته دوام ورکوي؟
په څو لنډو ورځو کې، د لوېدیځ کردفان ولایت په النهود سیمه کې په یوه کان کې پنځه څاه ګانې ونړېدې، چې لږ تر لږه ۸۳ کسان په کې مړه او لسګونه نور ټپیان شول. درې ورځې وروسته، د هېواد په لیرې ختیځ کې د جبيت سیمې په یوه کان کې یوه بله څاه ونړېده چې ۱۲ کسان په کې مړه او نور ټپیان شول.
پاکستان پر کونړ بریدونو کې کوم ډول امریکايي بم کارولی؟
وروسته له هغه چې پاکستاني الوتکو پر کونړ ولایت هوايي برید برید وکړ، د طالبانو په حکومت پورې تړلو رسنیو او د دغه حکومت اړونده کسانو په خواله رسنیو کې په چټکۍ د کارول شوي بم پاتې شوې ټوټې خپرې کړې.
د پېښور عالي محکمې د افغان محصلینو د ایستلو بهیر وځنډاوه
د خیبر پښتونخوا د پېښور عالي محکمې یا 'پياېچسي' اړوندو ادارو ته خبرتیاوې خپرې کړې او لارښوونه یې کړې چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلي ځوابونه وړاندې کړي او د افغان محصلانو د ایستلو بهیر دې وځنډوي. د محکمې دوو قاضیانو قاضي وقار احمد او قاضي فرح جمشېد د محکمې د قضیې اورېدنه د اکتوبر تر ۱۲ پورې وځنډوله.
افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو قربانیان دي
افغانستان او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.


